د درې مسلکي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له لورې د تخنیکي ریاست اړوند د پروژو د څارنې او تطبیق انجنیرانو درې  بستونو لپاره رقابتي ازموینه ترسره شوه.

دا ازموینه د اداري چارو رئیس ښاغلي شیخ سمیع الله نورستاني، د عملیاتي چارو رئیس ښاغلي انجنیر نصیر احمد احمدي، او د ازموینو ټاکل شوې کمېټې د غړو تر څارنې لاندې د امارتي شرکتونو د لوی ریاست استازي ښاغلي اکمل منګل په حضور کې واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې د یادو بستونو لپاره تر 40 تنو څخه زیاتو وړ کاندیدانو ګډون کړی و، چې له تحریري دورې وروسته به لوړې نومرې لرونکي کسان تقریري پړاو ته لار پیدا کړي.

په پای کې به د یادې کمېټې له خوا د ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ، تر ټولو وړ او مسلکي کسان په نښه او په اړوندو بستونو کې به په دنده وګمارل شي.