په مزارشریف ښار کې د نهرتوپ مرکزي پمپ سټېشن د ظرفیت لوړولو پروژه پیل شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست له لوري، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ، د مزارشریف ښار د نهرتوپ مرکزي پمپ سټېشن د ظرفیت لوړولو پروژه د اوبو رسولو خدمتونو د ښه والي او د تخنیکي ظرفیت د پیاوړتیا په موخه پیل شوې ده.
دغه پروژه د مزارشریف ښار دننه د حلقوي شبکې تر پوښښ لاندې سیمې رانغاړي. د پروژې په بشپړېدو سره به د اوبو رسولو ظرفیت زیات او د خدمتونو کچه کې به ښه والی راشي. اوس مهال شاوخوا ۴ زره پيرودونکي له دې شبکې څخه ګټه اخلي، چې د پروژې په بشپړېدو سره به یې شمېر تر ۷ زرو لوړ شي.
د پروژې د تطبیق په ترڅ کې به د اوبو رسولو زاړه پایپونه د ۸ او ۱۲ انچه اندازې له نویو پایپونو سره بدل شي، د پمپونو ظرفیت به له ۱۸ څخه ۲۲ کیلوواټو ته لوړ شي، درې خونې به ترمیم شي، د پمپ سټېشن برېښنايي سیستم ضرفیت به لوړ شي او د ۱۶۰ کیلوولټامپیر ظرفیت لرونکی ترانسفارمر به نصب شي. همدارنګه، د پمپ سټېشن د ظرفیت لوړولو لپاره به نورې اړینې تخنیکي چارې هم ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د پروژې عملي چارې پیل شوې دي او اوس مهال د پایپونو د غځولو لپاره د کانالونو د کیندلو او د پمپ سټېشن د برېښنايي سیستم اړوند کارونه روان دي.