د ۵۰ څخه زیاتو کارکوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د مرکزي ریاست دغونډو په تالار کې د پمپونو او جنراتورونو د ساتنې، مراقبت او معیاري کارونې په برخه کې درې ورځنی روزنیز پروګرام د شپږو زونونو او د زرنج د اوبو رسولو ریاست د ۵۰ څخه زیاتو کارکوونکو په ګډون ترسره شو.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، ګډونوالو ته د بریا هیله څرګنده کړه او د اسلام له نظره یې د علم او پوهې د ترلاسه کولو او د سپارل شویو مسؤولیتونو د ترسره کولو پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې هېڅ کارکوونکی باید خپل سپارل شوی مسؤولیت کماهمیته ونه ګڼي؛ ځکه د دندو په ترسره کولو کې غفلت د اوبو رسولو د خدمتونو پر کیفیت او دوام منفي اغېز کولای شي.
ورپسې، د شرکت اداري رئیس، ښاغلي شیخ سمیعالله نورستاني، له ګډونوالو وغوښتل چې له دې روزنیز فرصت څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او د پمپونو او جنراتورونو د ساتنې، مراقبت او معیاري کارونې په برخه کې خپلې مسلکي پوهې او مهارتونه لوړ کړي.
نوموړي همدارنګه هیله څرګنده کړه چې ګډونوال به د روزنیز پروګرام له بشپړېدو وروسته خپلې ترلاسه کړې پوهه او تجربې له نورو همکارانو سره شریکې کړي او په اړوندو زونونو کې به د ورته روزنیزو پروګرامونو د ترسره کېدو زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې ورته روزنیز پروګرامونه ډېری د بهرنیو بنسټونو له خوا ترسره کېدل؛ خو اوس د ترسره شویو هڅو او ظرفیت لوړونې په پایله کې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت په هېواد کې دننه د ورته روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو وړتیا لری.