د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس په کندهار کې د اوبو رسولو له پروژو لیدنه وکړه او د دغه ولایت له والي سره یې وکتل
د امارتی شرکتونو عمومی ریاست ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلامالرحمن کظیم، د شرکت د تخنیکي چارو رئیس، ښاغلي انجنیر ندی الله نیازي، د کندهار او هرات د اوبو رسولو زونونو د رئیسانو، د امارتي شرکتونو عمومی ریاست د استازي ، د سره صلیب نړیوالې کمېټې او یونیسف د استازو په ملتیا، په کندهار ښار او ارغنداب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو له څلورو پروژو لیدنه وکړه.
د یادو پروژو په لړ کې، په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۴۶۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا تولید او د ۵۰۰ مترو احاطوي دېوال جوړول، د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د ۱۶ کیلومتره اوبو رسولو پایپ غځول او په نهمه او دولسمه نواحیو کې د ټولټال ۱۸ کیلومتره پایپ غځولو له لارې د اوبو رسولو شبکو پراختیا شامل دي.
د دغو څلورو پروژو ټولیز لګښت شاوخوا ۶۸.۵ میلیونه افغانۍ دی.
د ارغنداب پروژه او په نهمه ناحیه کې د ۱۶ کیلومتره پایپ غځولو پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پلې کېږي، او په دولسمه ناحیه کې د اوبو رسولو شبکې د پراختیا پروژه د یونیسف په مالي ملاتړ پلې کېږي. د دغو پروژو په بشپړېدو سره به له ۷۷ زره او ۸۳۰ څخه ډېر وګړي د اوبو رسولو له خدمتونو او د څښاک پاکو اوبو ته له لاسرسي څخه برخمن شي.
د دغه سفر په ترڅ کې، د شرکت اجرائیوي رئیس او مل پلاوي یې د کندهار ولایت له والي، ښاغلي الحاج ملا شیرین آخند، سره هم وکتل. په دې لیدنه کې د اوبو رسولو د پروژو د پلي کېدو بهیر او شته ستونزې وڅېړل شوې. د کندهار والي د پروژو د چارو د چټکتیا او د یادو ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د شرکت اجرائیوي رئیس د پروژو د لیدنې پر مهال د تمویل کوونکو او پلي کوونکو ادارو له مسؤولینو او څارونکو پلاوو سره د تخنیکي معیارونو د رعایت، د پروژو د اسنادو له مخې د کارونو د ترسره کولو، د چارو پر خپل وخت بشپړېدو او د پروژو د سپارلو د بهیر په اړه هم خبرې وکړې. نوموړي د پروژو پر دقیقې څارنې، د کارونو پر کیفیت او د ټاکلې مودې په ترڅ کې د پروژو پر بشپړېدو ټینګار وکړ.