د داوطلبۍ فرصتونه


کور | د داوطلبۍ فرصتونه | د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا



د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له حکم سره سم، خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست په پام کې لري، چې د خپل مرکزي دفتر، د اوبو رسولو زونونو او د زرنج ښار د اوبو رسولو ریاست لپاره د اړین انټرنېټ د برابرولو پروژه، چې د داوطلبۍ شمېره یې UWASS.SOC/1405/NCB/NCS/002 ده، د یونیک اتلانتیک ټیلیکمیونیکېشن لېمېټېډ شرکت ته، چې د جواز شمېره یې D-46905 او پته یې د کابل ښار، شهرنو، د عصمت مسلم سړک درېمه کوڅه، ۱۴۳ شمېره کور ده، د ۷۲۹،۱۲۰٫۰۰ (اوه سوه نهه ویشت زره او یو سل او شل) افغانیو په مجموعي قیمت ورکړي.

ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د پنځو کاري ورځو په موده کې، له اړوندو دلایلو سره یوځای، په لیکلې بڼه د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکم سره سم، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې د کارته نو په سر تپه کې موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک کېدو په معنا نه ده. تر هغه چې پورته یاده  شوې موده بشپړه او اړین قانوني پړاوونه ترسره شوي نه وي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.