د داوطلبۍ فرصتونه


کور | د داوطلبۍ فرصتونه | د داوطلبۍ د بلنې اعلان



د داوطلبۍ د بلنې اعلان

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو شرایط لرونکو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لاندې پروژو د داوطلبۍ په بهیر کې ګډون وکړي:

لومړۍ لاټ: د مزارشریف زون د پنځو ۵  ژورو څاه‌ګانو لپاره د لمریزې برېښنا د سیستم د تدارک او نصب پروژه. دویمه لاټ: د کابل زون اړوند د چهل دختران پروژې د پمپونو لپاره د لمریزې برېښنا د سیستم د تدارک او نصب پروژه. درېیمه لاټ: د کندهار ولایت د ارغنداب سیمې د تولیدي ساحې لپاره د لمریزې برېښنا د سیستم د تدارک او نصب پروژه.

څلورمه لاټ: د جلال‌اباد ښار د ۱۴مې شمېرې څاه او د مهترلام ښار د لومړۍ شمېرې څاه لپاره د لمریزې برېښنا د سیستم د تدارک او نصب پروژه. ټول واجد شرایط لرونکی داوطلبان کولای شي د اړوندې شرطپاڼې یوه کاپي د اداري ریاست د تدارکاتو آمریت او همدارنګه د ملي تدارکاتو ادارې له وېب‌پاڼې څخه ترلاسه کړي. داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې د درج شویو شرایطو، د عقودو قانون او د تدارکاتو طرزالعمل له حکمونو سره سم، په تړلي او مهر شوي بڼه، د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴ تقویمي ورځو په موده کې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته وسپاري. یاد آمریت د کابل ښار د اتمې ناحیې په کارته نو، سر تپه سیمه کې موقعیت لري. له ټاکلې مودې وروسته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه په هېڅ صورت نه منل کېږي.

د یادې پروژې د آفرونو پرانیستلو غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغه نېټه چې په اړونده شرطپاڼه کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شي.