د داوطلبۍ فرصتونه


کور | د داوطلبۍ فرصتونه | د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا



د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې د حکم سره سم، خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست په پام کې لري، د بدخشان پوهنتون د پل لاندې د اوبو رسولو شبکې پروژه، چې د داوطلبۍ شمېره یې UWASS-SOC/1405/RB/W/011 ده، د ممتاز ګروپ ساختماني مجتمع ته، چې د جواز شمېره یې D-21894 او پته یې د کابل ښار، شهرنو، د حاجي یعقوب څلورلاری ده، د ۲۲،۱۴۸،۱۷۱ افغانیو (دوه ویشت میلیونه، یو سل اته څلوېښت زره، یو سل او یو اویا) ټولیز ارزښت  په بدل کې ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، کولای شي د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د پنځو کاري ورځو په موده کې خپل اعتراض له اړوندو دلایلو سره په لیکلې بڼه د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکم سره سم، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ته وسپاري. د یاد ریاست پته: د کابل ښار، اتمه ناحیه،  کارته نو، سرټپه ده.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده؛ تر هغه چې پورته یاد شوی مهلت بشپړ او ورپسې قانوني پړاوونه بشپړ شوي نه وي، قرارداد به نه منعقد کېږي.