د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم، خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست په پام کې لري، د هرات او فراه ښارونو د اوبو رسولو د تولیدي ساحو د اړتیا وړ د څښاک پاکو اوبو د څلورو ژورو څاګانو د کیندلو پروژې قرارداد، چې د داوطلبۍ شمېره یې UWASS-SOC/1405/NCB/W/002 ده، د لطیفي ژورو څاګانو کیندلو شرکت ته، چې د جواز شمېره یې D-3594-4 او پته یې د هرات ښار، پنځمه ناحیه، د وینې بانک سړک، لومړی اپارتمان دی، د ۱۳،۷۷۷،۷۰۰ (دیارلس میلیونه، اووه سوه اووه اویا زره اووه سوه) افغانیو په مجموعي ارزښت ورکړي.
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د پنځو کاري ورځو په موده کې، له اړوندو دلایلو سره یوځای، په لیکلي ډول د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکمونو سره سم، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ته، چې پته یې د کابل ښار، اتمه ناحیه، د کارته نو سرتپه ده، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک په معنا نه ده او تر هغه چې پورته ذکر شوې موده بشپړه او ورپسې قانوني پړاوونه ترسره شوي نه وي، قرارداد به لاسلیک نه شي.