د داوطلبۍ بلنه (اعلان)
دامارتی شرکتونو عمومی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو واجد شرایطو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د کابل زون اړوند د کابل ښار د پل گذرګاه او ده مراد خان په ساحو کې د دوو نویو ژورو څاهګانو د کېندلو پروژې د لومړي لاټ او د شمال زون اړوند د فاریاب ولایت د میمنې ښار د مقول په ساحه او د اندخوی ولسوالۍ کې د دوو ژورو څاهګانو د کېندلو پروژې د دویم لاټ په داوطلبۍ پروسه کې، چې د (UWASS-soc/1405/NCB/W/002 lot 1-2) شمېرې له مخې ترسره کېږي، ګډون وکړي داوطلبان کولای شي د اړوندې شرطنامې یوه کاپي د اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت او د ملي تدارکاتو ادارې له وېبسایټ څخه ترلاسه کړي او خپلې آفرپاڼې د شرطنامې له درج شویو شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، په تړلي ډول د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۰ تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې د کارته نو په سر تپه کې موقعیت لري، وسپاري له ټاکلې نېټې وروسته رسېدلې او انټرنېټي آفرپاڼې په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.
د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغه نېټه چې په اړوندې شرطنامې کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شي.