د داوطلبۍ فرصتونه


کور | د داوطلبۍ فرصتونه | د داوطلبۍ بلنې ( اعلان )



د داوطلبۍ بلنې ( اعلان )

د امارتي شرکتونو عمومی ریاست ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو شرایط لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ښار د عربانو او بابریانو په ساحه کې د اوبو رسولو شبکې د بدلولو پروژې په داوطلبۍ کې، چې د (UWASS-SOC/1405/NCB/W/003) شمېرې لرونکې ده، ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د اړوندې پروژې د شرطپاڼې نقل د اداري ریاست د تدارکاتو له آمریت او د ملي تدارکاتو له وېب‌سایټ څخه ترلاسه کړي او خپلې داوطلبۍ د شرطپاڼې د درج شویو شرایطو، د عقودو قانون او د تدارکاتو طرزالعمل له مخې، په تړلي ډول، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۲۱ تقویمي ورځو په ترڅ کې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې د کارته نو په سر تپه کې موقعیت لري، وسپاري.

ناوخته رسېدونکي او انټرنېټي آفرونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.

د یادې پروژې د آفرونو پرانیستلو غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغه نېټه چې په اړونده شرطپاڼه کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شي.