د داوطلبۍ اعلان
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست، ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د یوې ژورې څاه د کیندلو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. دغه پروژه د UWASSC-SOC/1404/NCB/G/010 نمبر لاندې ثبت ده.
علاقمندان کولای شي د شرطنامې کاپي د ۵۰۰ (پنځه سوه) افغانیو په بدل کې (چې بېرته نه ګرځول کېږي) د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان باید خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، په سرتړلې (مهر او لاک شوې) بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست اوبو رسولو امارتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته وسپاري. د تدارکاتو آمریت پته: کابل ښار، اتمه ناحیه، د کارتې نو د تپې سر.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ (ایمیل) له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر تضمین د بانکي تضمین ليک یا ۳۷,۰۰۰ (اووه دېرش زره) افغانیو نغدو پیسو په بڼه اخیستل کېږي.
د آفرونو د پرانیستلو غونډه به په شرطنامه کې د ذکر شوې نېټې سره سم، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شي