rtl
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست، ټولو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د کابل زون د اوبو رسولو او فاضلابو ریاست د عوایدو څانګې د کانکس ډوله اداري ودانۍ د جوړولو په پروژه کې، چې د داوطلبۍ شمېره یې UWASS-SOC/1405/NCB/W/001 ده، ګډون وکړي.داوطلبان کولای شي د اړوندې شرطنامې کاپي د (۵۰۰) پنځه سوه افغانیو په بدل کې چې بېرته نه ورکول کېږي، له تدارکاتو امریت څخه ترلاسه کړي. خپل آفرونه دې د شرطنامې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم په سرتړلي بڼه، د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې (د غرمې تر ۱۰:۰۰ بجو)، د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند، د کارتې نو سر تپه کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت عمومي اجرائیوي ریاست، د تدارکاتو امریت ته وړاندې کړي.ناوخته رسېدلي او انټرنیټي آفرونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.