rtl
امارتي شرکتونو
لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو شرایطو لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د
لاندې پروژو د داوطلبۍ په بهیر کې ګډون وکړي:
لومړۍ برخه: د
کندز زون د اوبو رسولو ریاست اړوند د تولیدي سایټونو لپاره د(۶ حلقو ژورو څاګانو) سولري برېښنا د نصب او تدارک پروژه .
دوهمه برخه: د
فراه ښار د اوبو رسولو آمریت اړوند د(۳ حلقو ژورو څاګانو) تولیدي سایټونو لپاره
د سولري برېښنا د نصب او تدارک پروژه .
د داوطلبۍ شمېره UWASS-soc/1405/NCB/G/002 علاقهمندان کولی شي د اړوندې شرطنامې نقل د
(۱۰۰۰) زر
افغانیو په بدل کې، چې بېرته نه ورکول کېږي،
د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي.
داوطلبان مکلف
دي خپل آفرونه د شرطنامې له مندرجاتو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، په سر
تړلي بڼه د اعلان د نشر له نېټې څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو پورې، د سهار ۱۰:۰۰ بجو مخکې، د ښاري اوبو رسولو
او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار اتمې
ناحیې کارته نو سر تپه کې موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي
او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د یادې پروژې د آفر پرانیستنې غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغه نېټه چې د شرطنامې کې درج شوې ده، د اجرائیوي ریاست د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شي.