rtl

د داوطلبۍ فرصتونه


کورپاڼه | د داوطلبۍ فرصتونه | د داوطلبۍ بلنه (اعلان)



د داوطلبۍ بلنه (اعلان)

امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند  د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو شرایط لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د اوبو رسولو د شپږو زونونو او د زرنج ښار د اوبو رسولو ریاست د اړتیا وړ د ۱۴۷۵ عدده بېلابېلو ډولونو فلټرونو د تدارک او انتقال پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، چې د داوطلبۍ شمېره یې AWSSC/1405/NCB/G/014 ده.

علاقه‌مند داوطلبان کولای شي د اړوند شرطنامې نقل د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې د شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق، په سرتړلي ډول، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو مخکې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو، سر تپه کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغه نېټه چې په اړونده شرطنامه کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شي.