rtl

د داوطلبۍ فرصتونه


کورپاڼه | د داوطلبۍ فرصتونه | د داوطلبۍ بلنه (اعلان)



د داوطلبۍ بلنه (اعلان)

 امارتی شرکتونو لوی ریاست اړوند  د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو شرایط لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د داوطلبۍ په پروسه کې د کلورینېشن دستګاه (د بېلابېلو ډولونو د دوزینګ پمپونو تدارک، چې د شرکت د اوبو رسولو زونونو اړتیا ده) د پروژې لپاره ګډون وکړي، چې د داوطلبۍ نمبر یې: AWSSC/1405/NCB/G/004 دی.

داوطلبان کولای شي د اړوند شرطنامې نقل د اداري ریاست د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې د شرایطو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق په سر تړلی بڼه د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې موقعیت یې د کابل ښار، اتمه ناحیه، کارته نو سرتپه ده، وسپاري. ناوخته رسېدلي او انټرنیټي آفرونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي. د یادې پروژې د آفر پرانیستنې غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو ترسره کېږي، چې نېټه یې په اړوند شرطنامه کې درج ده. دغه غونډه به د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شي.