rtl
امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو
امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو شرایط لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د اوبو
رسولو د شپږو زونونو او د زرنج ښار د اوبو رسولو ریاست د اړتیا وړ د (۴۴۱۸) کیلوګرامه
کلورین (له ۶۵ څخه تر ۷۰ سلنه) د تدارک او انتقال پروژې، چې د داوطلبۍ شمېره یې (UWASS-soc/1405/NCB/G/012) ده، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
علاقه مند داوطلبان
کولای شي د اړوند شرطنامې نقل د اداري ریاست د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي او
خپل آفرونه د شرطنامې د مندرجو شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، د
اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو پورې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې په
سرتړلي ډول د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د تدارکاتو
آمریت ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې، سرتپې، کارته نو سیمه کې موقعیت لري،
وسپاري.
ناوخته رسېدلي او انټرنېټي
آفرونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.
د یادې پروژې د آفر پرانیستې غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغه نېټه چې په اړونده شرطنامه کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شي.