rtl

د داوطلبۍ فرصتونه


کورپاڼه | د داوطلبۍ فرصتونه | د داوطلبۍ بلنه (اعلان)



د داوطلبۍ بلنه (اعلان)

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو شرایطو پوره کوونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د زونونو د اړتیا وړ د (۱۵) پایو اوبتل پمپونو، د (۲) پایو اوبتل پکو او د (۲) پایو موټور لرونکو اوبتل پمپونو د تدارک پروژې په داوطلبۍ کې، چې د اکمال او لېږد یې د اکمالوونکي پر غاړه دی، او د داوطلبۍ شمېرې (UWASS-SOC/1405/NCB/G/011) لاندې ترسره کېږي، ګډون وکړي.

په شرایطو برابر داوطلبان کولای شي د اړوند شرطپاڼې نقل د اداري ریاست د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه او خپل آفرونه د شرطپاڼې د شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، په سر تړلي ډول د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د تداراتو آمریت ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې، سر تپې، کارته نو سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي. د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغې نېټې چې د اړوندې شرطپاڼې په متن کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شي.