د داوطلبۍ بلنه ( اعلان )
د امارتی شرکتونو لوی ریاست اړوند د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو شرایطو لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لاندې پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي: لومړی لاټ: د هرات ښار د نهمې ناحیې اړوند د دیوانچې په سیمه کې د نوي سایټ جوړولو پروژه. دوهم لاټ: د هرات ښار د دولسمې ناحیې اړوند د حکیمآباد په سیمه کې د نوي سایټ جوړولو پروژه. د داوطلبۍ شمېره: UWASS-SOC/1405/NCB/W/004/LOT 1-2 داوطلبان کولای شي اړونده شرطنامه د اداري ریاست له تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو، د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم، په سر تړلې بڼه، د اعلان له خپرېدو څخه تر ۱۴ تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو، سر تپې په سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي. د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د اړوندې شرطنامې له مخې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شي.