د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم، په دې توګه ټولو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست په پام کې لري، د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ لپاره د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د څښاک پاکو او صحي اوبو د یوې نوې څاه د کیندلو پروژې قرارداد، چې د داوطلبۍ شمېره یې AWSS/1405/NCB/W/013 ده، د زمان زوی ساپي ساختماني او سرک جوړونې شرکت، چې د جواز شمېره یې ۹۸۹۵۱ ده او پته یې ، کابل ښار دهبوري ده، ته د ۱٬۸۷۲٬۱۵۰ (یو میلیون، اته سوه دوه اویا زره او یو سل پنځوس) افغانیو په مجموعي بیه ورکړي. هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکم سره سم، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ته، چې پته یې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو، سر تپې سیمه ده، وړاندې کړي. دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده او تر پورته ټاکل شوې مودې د پای ته رسیدو او د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه منعقد کېږي.