rtl

د داوطلبۍ فرصتونه


کور | د داوطلبۍ فرصتونه | د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا



د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له حکم سره سم، په دې توګه ټولو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې دامارتی شرکتونو لوی ریاست اړوند  ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست په پام کې لري، د لاندې پروژو قراردادونه د اړوندو شرکتونو سره د ټاکل شوې بیې په بدل کې ورکړي:

لومړی لاټ: د کندز زون د اوبو رسولو اړوند، د بغلان ولایت د پلخمري ښار د اوبو رسولو آمریت د ټرانسفارمرونو لپاره د CT – PT برقي وسایلو د ۱۴ قلمو د تدارک او نصبولو پروژه، د وحدت لوژستیکي خدماتو شرکت ته، چې د جواز شمېره یې ۳۹۲۴۴ او پته یې شهر نو، چهاراهي حاجي یعقوب، کابل ښار ده، د ۲٬۶۳۸٬۳۵۱ (دوه میلیونه، شپږ سوه اته دېرش زره، درې سوه یو پنځوس) افغانیو په مجموعي بیه ورکړل شي.

دویم لاټ: د هرات زون د اوبو رسولو اړوند، د فراه ښار د اوبو رسولو آمریت د تولیدي سایټونو (۳ او ۶) د جنراتور سیسټم د برقي وسایلو د ۹ قلمو د تدارک او نصبولو پروژه، د افغان هیواد نور لوژستیکي خدماتو شرکت ته، چې د جواز شمېره یې ۳۸۵۱۲ او پته یې خیرخانه، ۱۷مه ناحیه، د کابل مرکز ده، د ۸۵۲٬۶۳۲ (اته سوه دوه پنځوس زره، شپږ سوه دوه دېرش) افغانیو په مجموعي بیه ورکړل شي.

یادې پروژې د UWASS-soc/1405/NCB/G/001 داوطلبۍ شمېرې لاندې شاملې دي او د پورته یادو شوو شرکتونو سره به یې قراردادونه ورکړل شي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې، په لیکلي ډول او له اړوندو دلایلو سره یوځای، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکم سره سم، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ته، چې پته یې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو، سر تپې سیمه ده، وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده او تر پورته ټاکل شوې مودې د بشپړېدو او د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه منعقد کېږي.