د داوطلبۍ اعلان
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست شرایطو لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د مرکزي دفتر ، اوبو رسولو زونونو او د زرنج ښار د اوبو رسولو ریاست په ګډون، د اړتیا وړ انټرنېټ د برابرولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې، ګډون وکړي. داوطلبان کولی شي اړوند شرطنامه د اداري ریاست د تدارکاتو آمریت او همدارنګه د ملي تدارکاتو ادارې له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق، په سر تړلي ډول، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۴ تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو مخکې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې پته یې کابل ښار، اتمه ناحیه، کارته نو ،سر تپه ده، وسپاري. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.
د یادې پروژې د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغه نېټه چې په اړوندې شرطنامې کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شي.