rtl

د داوطلبۍ فرصتونه


کور | د داوطلبۍ فرصتونه | د داوطلبۍ بلنه (اعلان)



د داوطلبۍ بلنه (اعلان)

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند  ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو شرایطو لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د  مرکزي دفتر او د اوبو رسولو زونونو، د زرنج ښار د اوبو رسولو ریاست په ګډون، د اړتیا وړ ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او انتقال پروژې په داوطلبۍ پروسه کې، چې د داوطلبۍ شمېره یې  UWASS-SOC/1405/NCB/G/009  ده، ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي اړونده شرطنامه د اداري ریاست له تدارکاتو آمریت او همدارنګه د ملي تدارکاتو ادارې له وېب‌پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې له مندرجو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له احکامو سره سم، په سر تړلي ډول، د اعلان له خپرېدو څخه تر ۱۴ تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو د سر تپې په سیمه کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي. 

د یادې پروژې د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د سهار په  ۱۰:۰۰ بجو ، په هغه نېټه چې په اړونده شرطنامه کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شي.