د داوطلبۍ (بلنه) اعلان
امارتی شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو واجدو شرایط لرونکو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو «له منار نجات څخه تر ابنسینا روغتون پورې د ۳۰۰ مليمتره ایسبسټ پایپ د مسیر د تغییر او د پولیاتلین پایپ په وسیله د هغه د تعویض پروژه» په داوطلبۍ پروسه کې، چې د داوطلبۍ شمېره یې UWASS-SOC/1405/NCB/W/015 ده، ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي د یادې پروژې اړونده شرطنامه د اداري ریاست د تدارکاتو آمریت او همدارنګه د ملي تدارکاتو ادارې له وېبسایټ څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو او د قراردادونو د قانون او تدارکاتي طرزالعمل له حکمونو سره سم، په سر تړلي ډول، د اعلان له خپرېدو څخه تر ۱۴ تقویمي ورځو پورې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو مخکې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو، سر تپه کې موقعیت لري، وسپاري. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.
د یادې شوې پروژې د آفرګشایۍ غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، په هغه نېټه چې په اړونده شرطنامه کې درج شوې ده، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شي.