د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا
د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې د حکم سره سم، خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست په پام کې لري، د مزارشریف ښار د کارته باختر په سیمه کې د نهرتوپ د اوبو رسولو شبکې پروژې قرارداد، چې د داوطلبۍ شمېره یې UWASS-SOC/1405/NCB/W/006 ده، د ایکسلنټ ساختماني او پلانجوړونې شرکت ته، چې د جواز شمېره یې D-22256 او پته یې د کابل ښار د څلورمې ناحیې، د تایمني لومړی سړک دی، د ۴۸٬۸۳۸٬۴۹۵٫۱۶ (اته څلوېښت میلیونه، اته سوه اته دېرش زره، څلور سوه پنځه نوي اعشاریه شپاړس) افغانیو په مجموعي قیمت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراضونه د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د پنځو کاري ورځو په موده کې، د اعتراض له دلایلو سره یوځای، په لیکلي ډول د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له حکمونو سره سم، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ته، چې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو، سر تپې په سیمه کې موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک په معنا نه ده؛ تر هغه چې پورته ذکر شوې موده بشپړه شوې نه وي او ورپسې قانوني پړاوونه طی مراحل شوي نه وي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.