د داوطلبۍ فرصتونه


کور | د داوطلبۍ فرصتونه | د داوطلبۍ ( بلنه ) اعلان



د داوطلبۍ ( بلنه ) اعلان

د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست ټولو واجد شرایطو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د لاندې پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. لومړۍ برخه: د مزارشریف ښار د کارته شفاخانې د اوبو رسولو شبکې د بدلولو پروژه. دویمه برخه: د شمال زون اړوند د سرپل ولایت د چشمه شفا سیمې د اوبو رسولو د ۱۲۵ ملي‌متره قطر لرونکي پایپ د بدلولو پروژه، چې اوږدوالی یې ۳ کیلومتره دی. د داوطلبۍ شمېره: UWASS-soc/1405/NCB/W/012

ټول واجد شرایط داوطلبان کولای شي د داوطلبۍ اړوند شرطپاڼه د اداري ریاست د تدارکاتو آمریت او د ملي تدارکاتو ادارې له وېب‌سایټ څخه ترلاسه کړي او خپلې داوطلبي د شرطپاڼې له شرایطو، د قراردادونو له قانون او د تدارکاتو له کړنلارې سره سم، په تړلي او مهر شوي بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴ تقویمي ورځو په موده کې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي ریاست د تدارکاتو آمریت ته وسپاري. له ټاکلې نېټې وروسته رسېدلې او د انټرنېټ له لارې استول شوې داوطلبي د منلو وړ نه دي. د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د اړوندې شرطپاڼې له مخې په ټاکل شوې نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شي. پته: کابل ښاراتمه ناحیه،کارته نو، سر تپه .