په پروان ولایت کې د اوبو رسولو شرکت 1600 پېرودونکي د سالنګ له اوبو څخه برخمن شول.
دونۍ سلواغه 11 مه 1400
د پروان ولایت چاريکار ښار د 11 مو او 12 مو پارچو سیمو کې د اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت د یو کنکشن په نصبولو سره 160 کورنۍ د سالنګ له اوبو څخه برخمنې شوې.
د پروان ولایت چاريکار ښار اوسيدونکو چې د څښاک پاکو اوبو له کمښته یې شکایت درلود، د ياد کنکشن له نصبولو خوښي څرګنده کړه او د اوبو رسولو شرکت څخه یې د لا پراخو چوپړونو غوښتنه وکړه.
د یاد کنکشن پرانېستې پروګرام کې، چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي، د تخنيکي ریاست سرپرست او عملیاتي رئیس انجنیر میرویس نظیمي، د کابل زون د اوبو رسولو رئیس انجنیر فرهاد نورزي، د چاريکار ښاري اوبو رسولو آمر او د سيمې یو شمېر وکيلانو، مخورو او سپینږيرو ګډون کړی و. د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس انجنیر نعمت الله احمدي د یادې سيمې اوسېدونکو څخه د څښاک پاکو اوبو په برخه کې د ستونزو له اورېدو وروسته زیاته کړه؛ د چاريکار ښار د 13 مې پارچې د سروې او ډيزاین چارې بشپړې او ژر تر ژره به یې عملي چارې هم پیل شي.
همدارنګه د اوبو رسولو لوی رئیس د څښاک پاکو اوبو په برخه کې د خلکو ستونزو حلولو او د اوبو لګښت پرېکولو په اړه د هر اړخيزې همکارۍ ژمنه هم وکړه.
د پروژې ځای
پروان
دپروژې حالت
بشپړې شوې
د پیل نېټه
2021-12-25 00:00:00
د پای نېټه
2022-01-31 00:00:00
د پروژې تمویل کوونکی
دښاري اوبو رسولو امارتي شرکت
دپروژې قیمت
یو سل او پنځوس زره افغانۍ
تر پوښښ لاندې نفوس
160 کورنۍ