د پروان ولایت چاريکار ښار د اوبو رسولو پروژه پرانستل شوه
دونۍ 11 سلواغې 1400
د پروان ولایت چاريکار ښار د 12 مې پارچې سيمې د اوبو رسولو پروژه د پروان ولایت مقام مرستیال ښاغلي مولوي دوست محمد حقاني، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي او د بشري مرستو ټولنې (HAS) موسسې استازي له لوري، چې د دې ولایت یو شمېر سپېنږېرو او اوسېدونکو هم ګډون درلود، د غونډې په ترڅ کې رسماً پرانېستل شوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د پروان ولایت مقام مرستیال ښاغلي مولوي دوست محمد حقاني د دي ولایت اوسيدونکو ته د اوبو رسولو چوپړونو چمتو کولو په موخه د اوبو رسولو شرکت او د دې پروژې تمويلو په موخه د بشري مرستو ټولنې موسسې څخه د مننې تر څنګ، زیاته کړه؛ د ستونزو د هوارۍ او د خلکو د رضایت را جلبولو لپاره به د افغانستان اسلامي امارت له هېڅ ډول هڅو لاس وانخلي.
ورپسې، د ښاري اوبو رسولودولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د یادې پروژې جزئیاتو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه زیاته کړه؛ د دې پروژې چارې، د اوبو رسولو شرکت له لوري او د بشري مرستو ټولنې موسسې دفتر په مالي ملاتړ، چې له دېرشو زرو ډالرو څخه په لوړ لګښت، نژدې په درېیو میاشتو کې پلې شوې.
د يادونې وړده، چې د دې شبکې اوږدوالی له دوو زرو مټرو ډېر ده، چې پر مټ یې 130 کورنۍ د څښاک پاکو اوبو څخه برخمنې شوې.
غونډه د پروان ولایت مقام مرستیال او د اوبو رسولو شرکت مسئولینو له لوري د پټۍ په پرېکولو او د نل خلاصولو او د خیرغوښتنې په دعا سره پای ته ورسېده.
د پروژې ځای
پروان
دپروژې حالت
بشپړې شوې
د پیل نېټه
2026-01-12 09:00:21
د پای نېټه
2026-01-12 09:00:21
د پروژې تمویل کوونکی
د اوبو رسولو شرکت
دپروژې قیمت
USD 30000
تر پوښښ لاندې نفوس
130 کورنۍ