rtl
موخې: دا غیرمتمرکز د فاضلابو د تصفیې سیستم د څلورو دولتي ادارو لپاره په پام کې نیول شوی وو: د مخابراتو وزارت، پشتني بانک، سپین زر هوټل او د اطلاعاتو او کلتور وزارت. د دې پروژې اساسي موخه د فاضلابو راټولول، لېږد، تصفیه او د تصفیه شوو فاضلابو بیا کارونه د بېلابېلو اړتیاوو لپاره دي، چې ټول به د یوه واحد مدیریت تر چتر لاندې ترسره کېږي. په دې پروژه کې اقتصادي، بنسټیز، چاپېریالي، ټولنیز او روغتیايي فکتورونه په پام کې نیول شوي او د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم طرحه شوې ده. دغه د فاضلابو د تصفیې سیستم عملي، د هېواد له شرایطو سره برابر، د لږې انرژۍ اړتیا لرونکی او داسې دی چې د ساتنې او پالنې لپاره مسلکي او ماهرو کسانو ته اړتیا نه لري.
| د پروژې ځای | کابل |
|---|---|
| دپروژې حالت | بشپړې شوې |
| د پیل نېټه | 2026-01-12 09:03:00 |
| د پای نېټه | 2026-01-12 09:03:00 |
| پلي کوونکی | Nasib Zahin Construction Company |
| سلنه | 100 |
| دپروژې قیمت | 14,679,101.00 AF |
| تر پوښښ لاندې نفوس | 3492 |