د کابل ښار امین آباد اوبو رسولو پروژه
د کابل ښار امین آباد پروژه د اوبو رسولو شرکت د پراختیایي پروژو له ډلې ده چې د کابل ښار لپاره ده او د پلي کېدو کار یې 1397 کال زمري په 7 مې نېټې د قراردادي شرکت له لورې پیل شو، دا پروژه لاندې برخې لري: د یوې ډوبې څاه کیندنه او تجهیزات یې، د یوې 250 مټر مکعبه ارتفاعي ذخېرې جوړښت او د 8.4 کیلو مټره په اوږدوالي یوې شبکې جوړول.
د دې پروژې ټول لګښت 24،903،924 افغانۍ دی چې د افغانستان دولت پراختیایي بودیجې لخوا پرې کېږي. دا پروژه به دپلي کېدو وروسته 1200 کورنیو ته د پاکو څښونکو اوبو خدمات په مستقیمه توګه وړاندې کړي.
د پروژې ځای
کابل
دپروژې حالت
بشپړې شوې
د پیل نېټه
2026-01-12 09:13:33
د پای نېټه
2026-01-12 09:13:33
د پروژې تمویل کوونکی
Sayed Bilal Sadat Construction Company
دپروژې قیمت
AFN 24,903,924
تر پوښښ لاندې نفوس
122 کورنۍ