د هرات ښار نهمې او دولسمې ناحیو د اوبو رسولو پروژې چارو پرانسته
درینۍ 16 وری 1401
د هرات ښار نهمې او دولسمې ناحیو د اوبو رسولو پروژې چارې، د هرات والي ښاغلي شېخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار، د اوبو رسولو شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنير نعمت الله احمدي او د لوېديځ زون اوبو رسولو رئیس ښاغلي محمد نادر کاکړ لخوا رسماً پرانېستل شوې. په دې غونډه کې، د یونېسېف او کوار موسسې استازو، د هرات سيمه ييزو ادارو رئیسانو، د ګذر وکیلانو، د هرات ښاروالۍ د نهمې او دولسمې ناحيو سپین ږېرو، د شورا رئیسانو او یو شمېر اوسېدونکو هم ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کريم د څو سپېڅلو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د هرات زون د اوبو رسولو رئیس ښاغلي انجنیر محمد نادر کاکړ د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د یادې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه زیاته کړه: د دې پروژې په پلي کولو سره به 2500 کورنۍ د څښاک پاکو اوبو له نعمته برخمنې شي.
ورپسې، د هرات والي شیخ الحدیث مولانا اسلام جار د اوبو رسولو ادارې، یونېسېف او کوار موسسو څخه د مننې ترڅنګ، د دې ولایت له اوسېدونکو څخه د اوبو د بې ځایه لګښت د مخنيوي غوښتنه وکړه.
په پای کې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلي انجنیر نعمت الله احمدي د یادي پروژې چارو له پرانستلو څخه خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه: د چاپېریال په ځانګړي ډول د اوبو زېرمو ساتنه زمونږ د ټولو مسؤلیت دی؛ نو د څښاک اوبو څخه د سمې ګټې اخيستنې ترڅنګ، د هغو ککړولو مخنيوي ته باید هم متوجې اوسو.
د یادولو وړ دی، چې یاده پروژه، د 90 میلیونو افغانيو په ارزښت د یونېسېف په مالي ملاتړ، د اوبو رسولو ریاست تر نظر لاندې او د کوار موسسې لخوا د یو کال په موده کې پلې کېږي.
غونډه، د پټۍ په پرېکولو، د بنسټ ډبرې په ایښودلو او د خیر په دعا پای ته ورسېده.
د پروژې ځای
هرات
دپروژې حالت
تر کار لاندې
د پیل نېټه
2022-04-05 00:00:00
د پای نېټه
2023-04-05 00:00:00
د پروژې تمویل کوونکی
د کوار موسسه
دپروژې قیمت
90 میلیون افغانۍ
تر پوښښ لاندې نفوس
2500 کورنۍ