rtl
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له لوري، د کابل ښار درې زره اوسېدونکو ته د څښاک پاکو او صحي اوبو چمتو کول
د هېوادوالو لپاره د څښاک د پاکو اوبو چمتو کول، د اوبو رسولو د پروژو پلي کول او خلکو ته د خدماتو وړاندې کول د افغانستان د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي.
د هوا په سړېدو او د کابل ښار اوسېدونکو ته د څښاک اوبو د ستونزو په زیاتېدو سره، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د MTP1 لویې پروژې یوه برخه، چې د کابل ښار منځمهاله پروژه ده، پيل کړې ده. په دې پروژه کې د MTP1 پروژې له څاه ګانو څخه لاندې سیمو ته د اوبو لېږد شامل دی: له حضوري چمن څخه تر پامیر سینما پورې، کابل زوړ ښار (شهر کهنه کابل)، چنداول، او له مالیې وزارت څخه تر نوي ښار پورې. د اوبو د دې لیږدونکې شبکې د پایپ غځولو کار ۶۰ سلنه بشپړ شوی دی. د دې پایپ قطر ۴۰۰ ملي متره دی او په هره ثانیه کې ۱۲۰ لیتره اوبو د لېږد ظرفیت لري. چې په نیږدې راتلونکې کې بې کار بشپړ او د یادو شویو سېمو د اوبو د کمښت ستونزه حل شي. نور تفصیل په ويډیو يې راپور کې د لاندې تړوني له لارې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت په یوټوب چینل کې کتلای شئ
د اقلیمي بدلونونو له امله د اوبو د سطحې کموالی، د کابل ښار د نفوس زیاتوالی، او د ځمکني اوبو بې ځایه ګټه اخیستنه د دې سبب شوې چې د کابل ښار اوسېدونکي د پاکو څښاک اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ شي. د امارتي اوبو رسولو او فاضلابو شرکت چې د ښاري او نیمه ښاري سیمو لپاره د څښاک پاکو اوبو د استخراج، ذخیره کولو، تصفیه او وېش مسؤلیت لري، د کابل ښار اوسېدونکو ته د اوبو رسونې یوه لویه پروژه پیل کړې ده. دا پروژه د کابل ښار ټولو پلان شوې او غیرپلاني سیمو پوښښ کوي، چې اوبه یې له د پنجشیر سیند، بند شاه او عروس، او بند شاه توت څخه تأمین کیږي. د پنجشیر سیند د اوبو د رسونې د پروژې سروی چې له ۱۴۰۳ کال راهیسې په سیمو ۱۷، ۱۱ او ۱۵ کې پیل شوې وه، تر اوسه شاوخوا ۸۰٪ بشپړ شوې ده او پاتې سیمې هم په کار کې دي. همدارنګه د بند شاه او عروس څخه د ۵۰۰۰ مکعب متري سرای شمال ذخیره ته د اوبو د انتقال سروی بشپړه شوې ده، او د کال تر پایه به د ډیزاین کار هم بشپړ شي. د بند شاه توت څخه د اوبو د رسونې د توزیعي شبکو سروی روانه ده، او د امارتي اوبو رسونې د شرکت سروی ټیم په دارالان کې د نقشې جوړونې په کار بوخت دی
د فاضلابو د چارو ریاست، چې د امارتي اوبو رسولو او فاضلابو شرکت د عمومي ریاست تر چوکاټ لاندې فعالیت کوي، د چاپیریال د ککړتیا او د ځمکنۍ اوبو د ککړتیا د مخنیوي په موخه، غیرمرکزي فاضلابو تصفیهخانې سروې، ډیزاین او د پلي کولو په مرحله کې څارنه کوي. ټولو دولتي او خصوصی ادارو، د لوړ پوړو استوګنې او سوداګریز ودانیو مالکینو ته اطلاع ورکول کیږي چې د فاضلابو د معیار تصفیهخانې د جوړولو لپاره دې دې ادارې ته مراجعه وکړي.
د اسلامي امارت د بریا څخه تر اوسه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو شرکت په مدیریت او خدماتو وړاندې کولو کې مهمې لاسته راوړنې درلودې، چې د اوبو رسونې پروژو پرانیستل او بهرهوری ته رسول د دې مهمو فعالیتونو څخه ګڼل کیږي.
د خوست او فراه ولایتونو اوبو رسولو پروژې په بریا سره بشپړې شوې
د خوست اوبو رسولو پروژه بشپړه شوه
د اوبو سپمولو لس ساده لارې