rtl

د بنسټيزو پروژو خبرتیاوې (Cost)


کورپاڼه | د بنسټيزو پروژو خبرتیاوې (Cost) |



د څلورو دولتي ادارو د فاضلابو د تصفیې سیستم (د مخابراتو وزارت، پشتني بانک، سپین زر هوټل او د اطلاعاتو او کلتور وزارت)

موخې: دا غیرمتمرکز د فاضلابو د تصفیې سیستم د څلورو دولتي ادارو لپاره په پام کې نیول شوی وو: د مخابراتو وزارت، پشتني بانک، سپین زر هوټل او د اطلاعاتو او کلتور وزارت. د دې پروژې اساسي موخه د فاضلابو راټولول، لېږد، تصفیه او د تصفیه شوو فاضلابو بیا کارونه د بېلابېلو اړتیاوو لپاره دي، چې ټول به د یوه واحد مدیریت تر چتر لاندې ترسره کېږي. په دې پروژه کې اقتصادي، بنسټیز، چاپېریالي، ټولنیز او روغتیايي فکتورونه په پام کې نیول شوي او د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم طرحه شوې ده. دغه د فاضلابو د تصفیې سیستم عملي، د هېواد له شرایطو سره برابر، د لږې انرژۍ اړتیا لرونکی او داسې دی چې د ساتنې او پالنې لپاره مسلکي او ماهرو کسانو ته اړتیا نه لري.

د پروژې ځایکابل
دپروژې حالت بشپړې شوې
د پیل نېټه2026-01-12 09:03:00
د پای نېټه2026-01-12 09:03:00
پلي کوونکیNasib Zahin Construction Company
سلنه100
دپروژې قیمت 14,679,101.00 AF
تر پوښښ لاندې نفوس3492