rtl
1404-09-05
د ښاري اوبو رسولو او
فاضلابو امارتي شرکت رهبرۍ مقام ته، د هیوادوالو لپاره د اوبو رسولو خدماتو وړاندې
کولو په برخه کې د اوبو رسولو شپږو زونونو رئیسانو (د زرنج ښار د اوبو رسولو ریاست
په ګډون) د خپلو کړنو، لاسته راوړنو، وړاندیزونو، نظریاتو، ستونزو او ننګونو په اړه
د راپور ورکولو غونډه، د مرکزي رئیسانو په شتون کې په آنلاین بڼه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې، د ښاري
اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم، د
اوبو رسولو زونونو د هڅو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ، د یخنۍ په موسم کې هیوادوالو
ته د اوبو رسولو خدماتو تنظیمولو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "ستونزې
هر وخت شتون لري او په شمېرلو ډېرېږي، خو په سم او دقیق تحلیل سره یې باید د وتلو
لارې ولټول شي!"
په دوام کې، د اوبو رسولو
زونونو رئیسانو (کابل، هرات، کندهار، جلال آباد، کندز، مزار شریف او د زرنج ښار
اوبو رسولو ریاست) د اجنډا سره سم موضوعات لکه د اوبو په تولید او ویش کې د لمریزې
(شمسي) انرژۍ کارول، د پورونو راټولولو او عوایدو زیاتوالي څرنګوالی، د شبکو پراختیا،
تبادله او ترمیم، د ترانسپورتي چارو تنظیم، د مسلکي کادرونو جذب، د اوبو سرچینو زیاتوالی،
او د شرکت قراردادونه غونډې ته وړاندې کړل او د خپلو وړاندیزونو او نظریاتو ترڅنګ یې
د شرکت له رهبرۍ مقام څخه د خپلو ستونزو او ننګونو د حل لپاره لازمې لارښوونې وغوښتلې.
په پای کې، په غونډه کې د
حاضرینو لخوا د هر اړخیز بحث او نظریاتو تبادلې وروسته لازم تصمیمونه ونیول شول او
د شرکت د رهبرۍ مقام له لورې اړینې لارښوونې وړاندې شوې.